آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هېواد په ختیځ کې له مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې یوه اونۍ وروسته، د قربانیانو د کورنیو غړي وایي، چې په دې ناورین کې یې د کورنیو غړو ترڅنګ، خپل ټول شته له لاسه ورکړي دي. د قربانیانو د کورنیو غړي زیاتوي، چې د ژوند بیا پیل لپاره د خپلو ویجاړو کورونو او کلیو د بیارغونې توان او هم امکانات نه لري.
د کونړ اوسېدونکی سید محمد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «موږ زلزلې ځپلي یو. په دې پېښه کې زما د کورنۍ ۱۷ غړي شهیدان شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. دې زلزلې موږ ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي، زموږ کورونه ویجاړ شوي او ټولې شتمنۍ مو له لاسه ورکړې دي.»
د کونړ اوسېدونکی آدم خان آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د دې زلزلې په اړه وایي: «په دې کلي کې حتا یو کلی هم نشته، چې شهید او ټپي ونه لري. هره کورنۍ شهید او زخمي لري. ډېری کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او په ځینو کورونو کې یوازې یو کس ژوندی پاتې دی.ِ»
په همدې حال، افغاني سرې میاشتې ټولنې کونړ کې د شاوخوا زرو کورنیو لپاره د لنډمهاله سرپناه له جوړېدو خبر ورکړی دی. د دې ادارې ویاند عبدالقدیم ابرار وایي، چې مرستندویه ډلو دغو کورنیو ته لومړي او د اړتیا وړ توکي هم په واک کې ورکړي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عبدالقدیم ابرار زیاتوي: «افغاني سرې میاشتې پرېکړه کړې، چې د زلزله ځپلو لپاره لنډمهاله کمپونه جوړ کړي. دا کمپونه د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې جوړېږي، څو زموږ هېوادوال له امن او مناسب ځای کې ژوند وکړي، آرام واوسي او په دې توګه یې درد او رنج کم شي.»
اخوا بیا له زلزله ځپلو سره نړۍوالې بشري مرستې هم دوام لري. کابل کې د ایران سفارت زلزله ځپلو سره د مرستو په پار د دویمې جوپې له رسېدو خبر ورکړی دی. دغه سفارت زیاته کړې، چې د مرستو په دې جوپه کې ۵۰ ټنه خوارکي او روغتیایي توکي او کمپلې شامل او د سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي له لوري کابل هوایي ډګر کې مسوولینو ته سپارل شوې دي. د ایران سفارت د ښاغلي بیکدلي په حواله لیکلي، چې تهران د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.
علی رضا بیکدلي زیاته کړې: «موږ نن کابل کې د ایران مرستو دویمه جوپه ترلاسه کړه، چې پکې پنځوس ټنه خوراکي توکي، روغتیایي توکي او کمپلې شامل دي. همداراز نن هرات ښار ته د ځمکې له لارې ۶۷ ټنه توکي لېږدول کېږي او ورپسې به کونړ ته ورسول شي.»
په ورته وخت کې، ازبکستان هم ۲۶۵ ټنه درمل او خوراکي توکي را لېږلي دي. د دې ترڅنګ، قطر هم د هوایي دهلېز له لارې زلزله ځپلو سره مرستې کوي او متحده عربي اماراتو هم ۴۰ ټنه مرستې افغانستان ته را لېږلې او زیاته کړې یې ده، چې زلزله ځپلو سره به یې مرستې دوام ولري.
طبیعي پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد زیاتوي: «تېره ورځ درې – څلورو او همداراز څو نورو هېوادونو مرستې وکړې. نن هم چین د پنځوس میلیونه ایوانو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکي را لېږلي دي. ټولې دا مرستې اړوندې کمېټې ته وسپارل شوې.»
په همدې حال، د ملګرو ملتونو چارواکو بیا د مرستو کموالي په اړه خبرداری ورکړی دی. د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مسوول ټام فلچر ویلي، چې له زلزلې وروسته، پرله پسې نورو زلزلو ګڼ زیانونه اړولي او په خبره یې دې چارې ختیځ کې د مرستې رسولو عملیات له خنډ سره مخ کړي دي. هغه ټینګار کړی چې که مرستې زیاتې نشي، زلزله ځپلي به له ګڼو ستونزو او ان تر دې چې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.