د چاپېریال ساتنې ملي اداره: راتلونکی پسرلی تر دوه میلیونه زیات نیالګي کېنوو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال زین العابدین عابد د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د پیل په مراسمو کې وایي، چې تمه ده دا اداره راتلونکی کال په ټول هېواد کې څه د پاسه دوه میلیونه نیالګي کېنوي.
هغه همداراز د دې مراسمو ارزښت ته په اشارې سره د چاپېریال ساتنې شرایطو پر ښه‌والي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه ټینګار کړی او په خبره یې په راتلونکي کې د دې ادارې موخې اوږدمهاله دي.

ښاغلي عابد همداراز ویلي، چې د جوړ شوي پلان له مخې به تر ۱۴۱۰ کال پورې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نیالګیو شمېر دوه میلیونه ته ورسوي.

په دې مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني ویلي، چې د نیالګیو کېنول د ژوند اساسي اړتیا ده.
هغه په دې مراسمو کې زیاته کړې: «د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت به په ۱۴۰۴ زېږدیز کال کې څه د پاسه ۱۶ میلیونه نیالګي په مرکز او ولایتونو کې کینوي.»

د کابل ښاروالۍ د سمسورتیا عمومي رییس عبدالوکیل متوکل هم په دې مراسمو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا اداره به د کابل ښار د سمسورتیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه په دې مراسمو کې ویلي: «په پام کې ده کابل ښاروالي په ۱۴۰۴ کال کې د ښار په بېلابېلو برخو کې یو میلیون نیالګي کېنوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري (د نن نیالګی د سبا راتلونکی) تر نامه لاندې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د یو شمېر حکومتي مسوولینو په حضور سره پیل کړی و.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد