آفاق خبري آژانس؛ کابل: د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح الله امین وايي، دغه اداره د شنو سیمو او ښاري ځنګلونو پراخولو په پار، د نیالګیو کېنولو اته کلن پروګرام پیل کړی دی.
ښاغلی امین دغه راز زیاتوي چې د نیالګیو کینولو کمپاین له پیل راهیسې، د هیواد په بیلابیلو برخو کې درې میلیونه میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګی کینول شوي دي.
ښاغلي روح الله امین آفاق خبري آژانس ته په دې اړه وویل: «کوم معلومات او شمېرې چې موږ ته را رسېدلي، د شنو سیمو او ځنګلونو پراختیا په موخه تر اوسه شاوخوا درې میلیونه مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کېنول شوي او د دې په دوام پرون د ځنغوزیو د ۴۰ زره نیالګیو کېنولو بهیر هم پیل شو.»
ورته وخت کې د چاپیریال ساتنې ځنې کارپوهان وايي، چې د نیالګیو کینول در ځنګلونو د پراخولو، ایکولوژیکي تعادل رامنځته کولو، آکسیجن زیات والي او د ککړې هوا مخنیوي په برخو کې رغنده رول لري.
د چاپیریال ساتنې کارپوه محمد مصطفی احمدزی په دې اړه زیاته کړه: «افغانستان تر دوه سلنې کمه ځنګلي سیمه لري او دا باید زیاته شي، څو ایکولوژیکي تعادل برابر شي. پر دې سربېره دا چاره د روانې روغتیا په برخه کې هم مهم رول لري، د اکسیجن تولید زیاتوي او د هوا د ککړتیا مخه نیسي.»
د چاپیریال ساتنې بل کارپوه سید محمد محمدیخېل په دې اړه آفاق ته وویل: «نیالګي کېنولو ته اړتیا زیاته ده او دا د دې لامل کېږي، چې له اقلیمي بدلون سره په طبیعي ډول مبارزه وکړو او راتلونکي نسل ته له ککګړتیا پاک چاپېریال په میراث پرېږدو.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسوولینو په وینا، د ځنغوزیو ۴۰ زره نیالګیو د کېنول لړۍ پرون په کاپیسا، کونړ، خوست، پکتیا، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې د دې محصول د لا زیاتو حاصلاتو په موخه پیل شوه.