د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره: وروستیو درنو ورښتونو د ۳۶ کسانو ژوند اخیستی دی

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او رسیدنې ملي اداره وایي، چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۳۶ تنو ژوند بایللی او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند ملا جانان سایق زیاته کړې، چې د دغو ورښتونو له امله ۲۴۰ کورونه په بشپړ او ۶۱ نور په نیمه بشپړ توګه ویجاړ شوي او همداراز سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

د ښاغلي سایق په خبره، د دغو ورښتونو له امله د یو شمېر ولایتونو لویې لارې هم د ترافیکو پر مخ بندې شوې او ټینګار یې کړی، چې دا اداره له ټولګټو چارو وزارت سره په همغږۍ د یادو لارو د خلاصون هڅې کوي.

په همدې حال، د ټولګټو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ځینو لویو لارو، په ځانګړي ډول د سالنګ لویې لارې له بندېدو خبر ورکړی دی.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په فراه، کندهار او هلمند ولایتونو کې د دې طبیعي پېښې د قربانیانو او زیانمنو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.
ښاغلي کرزي پر خپله ایکس پاڼه له مرستندویه بنسټونو او ملي سوداګرو زیانمنو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده. کرزي زیاته کړې: «هیله من یم چې مرستندویه بنسټونه او ملي سوداګر له زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.»

بل‌خوا کابل کې د ترکیې سفارت هم پر خپله ایکس پاڼه د دې طبیعي پېښې له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
د ترکیې سفارت زیاتوی: «په ژورې خواشینۍ سره، چې پرون فراه ولایت کې د سېلابونو له امله یو شمېر کسانو ژوند بایللی دی. د لوی خدای (ج) له درباره قربانیانو ته د رحمت دعا کوو او د افغانستان خلکو ته تسلیت وړاندې کوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی و.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد