د پرله‌پسې زلزلو دوام او د خلکو وېره؛ لامل څه دی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې پنځه ورځې تېرېږي، خو له اصلي زلزلې وروسته، پرله‌پسې زلزلې لا هم دوام لري، چې تېره شپه هم د ختیځو سیمو په مرکزیت سره یوې نسبتاً قوي زلزلې ټکانونو د پلازمېنې په ګډون د افغانستان ځینې ولایتونه ولړزول. له اصلي زلزلې وروسته، تر ټولو قوي یې، د تېرې شپې زلزله وه، چې د ریشتر په کچه ۵.۶ درجې وه.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ویاند وایي، چې وروستیو پس لرزو ځاني زیانونه نه دي اړولي، خو په خبره یې ختیځو ولایتونو کې یې مالي زیانونه اړولي دي. محمد یوسف حماد زیاتوي: «تېره شپه په کابل، پروان، میدان وردګ، پنجشیر، کاپیسا، خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې زلزله وشوه. دا زلزله په ختیځو ولایتونو، لغمان، کونړ او ننګرهار کې شدیده وه. د راپورونو له مخې، د ننګرهار په دوو وسوالیو او د کونړ په درېیو ولسوالیو کې یې مالي زیانونه اړولي، خو ځاني زیان نه لري.»

په همدې حال، د طبیعي پېښو یو شمېر کارپوهان وایي، چې له اصلي زلزلې وروسته، پرله‌پسې زلزلې تر هغو دوام لري، چې د زلزلې سیمه خپل لومړني حالت ته نه وي را ګرځېدلي. د طبیعي پېښو د مدیریت څېړونکی سید عبدالباسط رحماني په دې اړه وایي: «مسئله دا ده، چې موږ د ځمکې پېژندنې د لویو صفحو د ټکر په ځای کې موقعیت لرو او په تر فشار لاندې وضعیت کې ژوند کوو. همدا فشار د دې لامل کېږي، چې وخت ناوخته د ځمکې پر سر زلزله تجربه کړو. هغه زلزلې چې د ځمکې سطحې ته څېرمه کېږي، له هغو ډېرې خطرناکې دي، چې د ځمکې لاندې رامنځته کېږی.»

اخوا بیا کونړ ولایت کې د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي، چې وېشل شوې مرستې بسنه نه کوي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو د خپلو ویجاړو کورونو د بیرته رغولو غوښتنه کوي. زلزله ځپلی گل الرحمن آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «باید له هغو کسانو سره، چې په دې زلزله کې زیانمن شوي، مرسته وشي او ټپیانو ته رسېدنه وشي؛ ځکه دوی هېڅ نه لري، نه سرپناه او نه هم نور امکانات.»

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې شته مرستې د زلزله ځپلو لپاره بسنه نه کوي او په خبره یې، اوسنۍ زېرمې یوازې د څو محدودو ورځو لپاره د زیانمنو شویو د خوراکي توکو اړتیاوې پوره کولی شي. افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام رییس جان آیلیف د دې مرستو په اړه وایي: «دا مرستې بسنه نه کوي. اوسنۍ زېرمې یوازې د څو اونیو لپاره د زلزله ځپلو خوراکي ستونزې حلولای شي او له هغې وروسته دا سرچینې ختمېږي. دا موده نه د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي ده او نه هم د ژوندانه د بېرته پیل لپاره. اوس د دې وخت را رسېدلی، چې نړۍوال مرستندویه بنسټونه په بېړنۍ توګه لاس په کار شي او د هغو کورنیو ملاتړ وکړي، چې په دې ناورین کې یې هر څه له لاسه ورکړي دي.»

له دې سره هم‌مهاله، زلزله ځپلو سره د مرستو په دوام، روسیې او جاپان هم د بشري مرستو جوپې کابل ته را استولې دي. په همدې حال، د اروپایي ټولنې د ملکي وګړو ساتنې او بشري مرستو څانګې اعلان کړی، چې زلزله ځپلو سره د مرستو په دوام به، نن هم د مرستو یوه بله جوپه چې ۹۰ ټنه روغتیایي توکي او ژمنۍ جامې پکې شامل دي، کابل ته را ولېږدوي.

د ویلو ده، چې د هېواد په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له امله تر اوسه ۲ زره او ۲۰۵ تنو ژوند بایللی او ۳ زره او ۶۴۰ نور ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *