د پاسپورت لوی ریاست او افغان پُست امارتي شرکت ترمنځ کور او کارځای ته د پاسپورتونو د لېږد هوکړهلیک نن (چهارشنبه، کب ۸مه) لاسلیک او دا بهیر په رسمي توګه پیل شو.
د پاسپورت لوی ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هوکړهلیک پر بنسټ به ټولو هېوادوالو ته د هغوی په خوښه د سل افغانیو په لګښت د هغوی کور او کارځای ته په لنډ وخت کې پاسپورتونه لېږل کېږي. ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې دغه بهیر پر کابل سربېره په نورو ولایتونو کې هم عملاً پيل شي.
د پاسپورت لوی رییس عبدالکریم حسیب دا هوکړهلیک د پاسپورټونو د وېش په برخه کې یو مهم ګام یاد کړی او هېوادوالو ته يې ډاډ ورکړ چې د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې هر ډول تخنیکي ستونزې په بشپړ ډول حل شوې دي.
ښاغلي حسیب زیاته کړې: «اوسمهال د پاسپورتونو د وېش په برخه کې هر ډول ځنډ ختم شوی دی. که هر څوک د سهار تر ۸ بجو پورې انلاین نوملیکنه وکړي، په هماغه ورځ نوبت ورکول کېږي او کولای شي چې په درېیو ورځو کې دننه خپل پاسپورت ترلاسه کړي.»
د پاسپورت ریاست په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې اوسمهال د پاسپورت لوی ریاست هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته د پاسپورت د وېش په برخه کې خدمات وړاندې کوي.
خبرپاڼه کاږي چې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د افغان پُست امارتي شرکت رییس مولوي رحمت الله مکي هم د پاسپورت لوی ریاست د کارونو د ستاینې ترڅنګ د پُستي خدماتو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.