د ناوړه دودونو او انساني قاچاق په مخنیوي کې د رسنیو پر رول د ا.ا ټینګار

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اطلاعات او کلتور وزارت د رسنیو مسوولینو او سیاسي کارپوهانو په حضور سره د «انساني قاچاق او ناوړه دودونو» مخنیوي تر نامه لاندې یوه غونډه جوړه کړه. په ناسته کې د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي وویل، ډیری ناوړه دودونه د ټولنې له منځه سرچینه اخلي، چې نورو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوال کېدو لامل کیږي.

ښاغلي فراهي زیاته کړه، چې د دغو ستونزو د هواري لپاره باید عامه ذهنیتونه روښانه او په جدي توګه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي. ښاغلي فراهي په دې غونډه کې ټینګار کړی: «ځینې ستونزې چې کلونه کیږي زموږ ټولنه ترې رنځیږي، د ټولنې له منځه راپورته شوي دي. ناوړه دودونه، د زیات ولور اخیستل او په بدو کې د نجونو ورکول هغه موضوعات دي، چې نور یې په موږ تحمیلوي او د همدې دودونو له امله مو د هېواد ځوانان نورو هېوادونو ته کډوال کیږي.»

په دې غونډه کې د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتي چارو معینیت سلاکار عبدالحق حماد هم ناوړه دودونو ته په اشارې وویل، چې د ناوړه دودونو او انساني قاچاق د مخنیوۍ په برخه کې رسنۍ مسوولیت لري، څو عامه پوهاوي ته زمینه برابره کړي. ښاغلي حماد په دې غونډه کې زیاته کړې: «د ټولنې د ستونزو حل کول د رسنیو د مسوولینو دنده ده، چې د عامه پوهاوي، خبرونو او نظام سره د اړیکو له لارې ترسره کیږي.»

د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې مشر حجت‌الله مجددي بیا په دې غونډه کې د وینا پر مهال ویلي: «رسنۍ او خبریالان د ټولنې د درد او رنځ منعکس کوونکي دي، چې د اطلاعاتو په رسونه او د ‌ذهنونو په روښانه کولو کې اغیزمن رول لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندازه څه موده وړاندې د ناوړه دودونو د مخنیوي په پار، یو فرمان صادر کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *