د مخدره توکو له منځه وړلو په پار د کابل تازه ګام؛ د کورنیو چارو وزارت پلاوی جاکارتا ته روان شو

کورنیو چارو وزارت وایي، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دغه وزارت یو پلاوی اندونیزیا ته تللی دی.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا اته کسیز پلاوی کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو د مخنیوي دفتر په رسمي بلنه او د جاپان په مالي ملاتړ، په یوه تخصصي غونډه کې د ګډون لپاره، د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته سفر کړی دی. د دې ناستې موخه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو د درملنې په برخه کې د ګډو همکاریو همغږي او پراختیا ښودل شوې ده.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې اړه زیاتوي: «اسلامي امارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې خپله تګلاره روښانه کړې ده، خو باید دا لا نوره هم پیاوړې کړي، ځکه اوس نړۍ ته په ډاګه شوې چې په افغانستان کې نشه‌یي توکي صفر شوي دي.»

سره له دې چې اسلامي امارت د مخدره توکو د کښت او تولید مخه نیولې، خو پوښتنه دا ده، چې د ځینو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو دوامدارې ادعاوې تر کومه بریده له عملي اقداماتو، تخنیکي همکاریو او مشخص ملاتړ سره مل دي؟

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ په دې اړه زیاتوي: «اسلامي امارت وتوانېد چې په هېواد کې د مخدره توکو کر او قاچاق صفر ته راکم کړي او همدارنګه یې د روږدو کسانو د درملنې لپاره زمینه برابره کړې ده.»

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انگار په دې اړه وایي: «اوس افغانستان یوازینی هېواد دی چې په کې هېڅ ډول مخدره توکي شتون نه لري. نړیوال هېوادونه باید له افغانستانه یو پلاوی ور وغواړي، څو زده کړي چې څنګه کولای شي مخدره توکي له خپلو هېوادونو په بشپړه توګه له منځه یوسي.»

مطالب بیشتر:  اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له ندا محمد ندیم او شهاب الدین دلاور سره لیدلي

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو وروسته، په هېواد کې د کوکنارو کښت او د نشه‌یي توکو تولید صفر ته راټیټ شوی او په نشه‌یي توکو د روږدو زرګونه کسانو درملنه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *