د سرطاني ناروغیو نړۍواله ورځ؛ عامې روغتیا وزارت پر عامه پوهاوي ټینګار کوي

د فبرورۍ څلورمه د سرطان ناروغۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
په همدې مناسبت، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني، د سرطاني ناروغیو د عامه پوهاوي غونډه کې ویلي، چې دا وزارت هڅه کوي، څو د سرطان د تشخیص او درملنې تخصصي خدمتونه پراخ او معیاري او باکیفیته خدمات وړاندې کړي. نوموړي همداراز د سرطان د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي رول بنسټیز وباله او دا یې د ټولې ټولنې ګډ مسوولیت یاد کړ.

عبدالولي حقاني په دې غونډه کې زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې تخصصي خدمتونه پراخ شي او معیاري او باکیفیته خدمات وړاندې کړو. د سرطان پر وړاندې مبارزه یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د ټولې ټولنې ګډ مسؤلیت دی، او عامه پوهاوی د سرطان په مخنیوي کې بنسټیز رول لري.»

په ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي، په دې غونډه کې سرطان د روغتیا په سکتور کې یوه جدي ننګونه وبلله او زیاته یې کړه چې سرطان یوازې روغتیايي ستونزه نه ده، بلکې یو ستر اقتصادي زیان هم ګڼل کېږي.

ښاغلي غیاثي د خپلو خبرو په دوام ویلي: «سرطان یوازې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي زیان هم له ځان سره لري. سرطان د عامې روغتیا په برخه کې یوه جدي ننګونه ده، خو د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د پرله‌پسې هڅو په پایله کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.»

اخوا بیا د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رییس محمد طاهر حلیم، د سرطاني ناروغیو د عامه پوهاوي په دې غونډه کې وویل: «د عامې روغتیا وزارت به د سرطان د مخنیوي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. له رسنیو استازو غوښتنه کوو چې د سرطان پر وړاندې د عامه پوهاوي د کچې په لوړولو کې خپل رغنده رول ولوبوي او خلکو ته د دې ناروغۍ پر وړاندې هیله او روحيه ورکړي.»

مطالب بیشتر:  د کب ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځ؛ اقتصادي ستونزې او اطلاعاتو ته نه لاسرسی لا هم پر ځای دي

په دې غونډه کې د سرطان د کنټرول ملي برنامې د عامه پوهاوي مسوول محمد داوود میره‌کي، وویل چې هر کال په نړۍ کې شاوخوا شل میلیونه کسان په سرطان اخته کېږي او نږدې لس میلیونه کسان د دې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي. هغه ټینګار وکړ چې د هېواد روغتیايي نظام د شلو کلونو جګړو له امله زیانمن شوی دی.

محمد داوود میره‌کي په دې غونډه کې زیاته کړې: «هر کال په نړۍ کې شاوخوا شل میلیونه کسان پر سرطان اخته کېږي او نږدې لس میلیونه کسان د دې ناروغۍ له امله مري. په تېرو شلو کلونو کې جګړو نه یوازې زموږ ودانۍ ویجاړې کړې دي، بلکې زموږ روغتیایي سکتور یې هم زیانمن کړی او دا چاره د سرطاني ناروغیو د زیاتوالي لامل شوې ده.»

د دې ناستې په یوه بله برخه کې، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رییس، ډاکټر وحدت الکوزي په دې تړاو وویل:  «پخوا موږ د سرطان د درملنې لپاره یوازې ۳۰ بستره لرل، خو اوس د کابل په مرکز کې د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره یو نوی ۲۰۰ بستریز ځانګړی روغتون پرانیستل شوی دی.»

د دې غونډې له جوړېدو سره هم‌مهاله، د صدري جراحیو لومړنی نړیوال کنفرانس هم د اسپانوي ډاکټر دیاګو ګونزالیز ریواس، په ګډون ترسره شو. د دې کنفرانس په لړ کې د پرمختللو صدري جراحیو، د سږو د سرطان جراحۍ او د سږو سرطان د جراحۍ په اړه بحثونه وشول.

دغه اسپانوي ډاکټر د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «هیله لرم دا همکاري دوام ومومي او لا پیاوړې شي، او د هغې له لارې جراحان وروزل شي. موږ په شانګهای کې یو دوه‌اونیز تعلیمي پروګرام جوړ کړی دی، چې جراحان کولای شي د دوو اونیو لپاره له موږ سره پاتې شي او عملي تجربه تر لاسه کړي؛ داسې پروګرام، چې هره ورځ تر ۱۵۰ پورې د جراحۍ عملیات لیدل کېږي.»

مطالب بیشتر:  افغانستان کې اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په پار د ۱۰ میلیونه ډالر بودجې تصویب

دا په داسې حال کې ده چې تازه په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې ملي روغتون د هېواد په کچه د لومړي روغتون په توګه پرانیستل شوی، چې د بېلابېلو سرطاني ناروغیو د درملنې ظرفیت او وړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *