ملا عبدالغني برادر

د سردار محمد داوود خان روغتون کې ځینې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

هېواد ته د ملا عبدالغني برادر تر راستنېدو وروسته، نوموړي د سردار محمد داوود خان روغتون ځینې برخې، چې چارې یې بشپړې شوې وې، ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي برادر د سردار محمد داوود خان روغتون کې سل بستره ودانۍ، د ملکي ناروغانو د درملنې ځانګړی روغتون او همداراز د “ان کي سي” کمپ ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د سردار محمد داوود خان روغتون دا برخې چې نن (پنجشنبه، کب دویمه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، په پرمختللو طبي وسایلو سمبال دي.

همداراز، د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست، محمد یعقوب مجاهد، او د اسلامي امارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز، فصیح الدین فطرت، هم ګډون درلود.

دا په داسې حال کې ده چې ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، تیره اوونۍ د درملنې په موخه قطر ته تللی و او پرون ناوخته د (کب لومړۍ) هېواد ته راستون شو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد