د زندانونو چارو د سمون ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند، وايي چې دا مهال د هېواد په ټولو زندانونو کې ۱۴ زره او ۵۰۰ بندیان شتون لري، چې له دې ډلې د بېلابېلو جرمونو په تور ۷۰۰ ښځې او تر ۱۸ کلونو کم عمره ۱۲۰۰ ماشومان هم بندیان دي.
لالهاند آفاق خبري اژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې د بندیانو په منځ کې ۱۰۰ تنه بهرني اتباع هم شامل دي، چې د بېلابېلو حقوقي او جنايي جرمونو له امله زنداني شوي دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې ویاند په دې تړاو زیاتوي: «د هېواد په زندانونو کې ۱۴ زره او ۵۰۰ تنه بندیان شته، چې له دې ډلې ۷۰۰ تنه ښځې دي او ۱۰۰ تنه بهرني اتباع دي چې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان شوي دي، همدارنګه ۱۲۰۰ تنه نور د اتلس کلونو څخه کم عمره ماشومان دي.»
نوموړی همداراز زیاتوي، چې په هېواد کې د بندیانو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې لکه روغتیايي، تعلیمي، اصلاحي او مسلکي خدمات برابر شوي دي. هغه د خپلو څرګندونو په دوام وایي: «په نورو برخو کې د بندیانو لپاره اصلاحي، مسلکي او دیني زده کړې په پام کې نیول شوې دي، او هڅه کوو چې دوی دلته په یوه خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.»
خو د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې زندانونه یوازې د سزا ورکړې ځای نه دی، بلکې اړتیا ده چې د بندیانو د اصلاح زمینه هم برابره شي، څو د زده کړو، روغتیايي خدماتو او رواني مشورو له لارې هغوی له خوشې کېدو وروسته د ټولنې سالم او ګټور غړي وګرځي.
د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق په دې اړه زیاتوي: «بندیان باید یوازې تر فشار لاندې نه وي، بلکې ورته زده کړې، روزنه، روغتیايي خدمات او رواني مشورې برابرې شي. هدف دا دی چې هغوی له خوشې کېدو وروسته د سالمو او ګټورو کسانو په توګه بېرته ټولنې ته ستانه شي.»
د زندانونو چارو د سمون اداره داسې مهال د هېواد په زندانونو کې د ۱۰۰ بهرنیو وګړو د شتون خبر ورکوي، چې د روانې اونۍ د سهشنبې په ورځ، د ډینس کویل په نوم یو امریکایي بندي د اسلامي امارت له بنده آزاد او متحده ایالتونو ته ستون شو.