د برېښنایي پېژندپاڼو وېش دوام؛ تېرو ۵ میاشتو کې څه باندې ۸۵۰ زره کسانو ته وېشل شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع وایي، چې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۸۵۰ زره او ۹۷۷ هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپانې وېشل شوې دي. د ښاغلي رافع په خبره، له دې ډلې څه باندې ۶۴۴ زره پېژندپاڼې نارینه‌وو او ۲۰۶ زره او ۵۵۹ نورې بیا ښځینه‌وو ته وېشل شوې دي. هغه زیاتوي، چې تر ټولو زیاتې پېژندپاڼې په کابل، بلخ، ننګرها، هرات او کندهار ولایتونو کې وېشل شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۸۵۰ زره او ۹۷۷ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې، چې څه باندې ۶۴۴ زره یې نارینه‌وو او ۲۰۶ زره او۵۵۹ نورې یې ښځینه‌وو ته وېشل شوې دي.»

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي د برېښنایي پېژندپاڼو وېش د نفوس کره شمېرې معلومولو او همداراز د جرمونو مخنیوي لپاره مهم ګام بولي او ټینګار کوي، چې دا بهیر باید په منظم، شفاف او ټول هېواد کې عملي شي، څو ټول هېوادوال وکولی شي دغو خدمتونو ته په آسانه توګه لاس‌رسی ولري.

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د برېښنایي تذکرو د ګټو په اړه وایي: «هر څوک چې دا تذکره ولري، د ځانګړي چپ په لرلو سره د هغوی ټول هویت پکې ثبت وي. د دې تذکرې په لرلو سره نه شو کولی چې ناقانونه کار وکړو او بل خوا د تذکرې لرل د نفوس سرشمېرنې لپاره هم مهم دي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سید عبادالله صادق بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «تذکره د هر افغان ملي هویت دی او هر هېوادوال باید هغه له ځانه سره ولري او په ټولو رسمي چارو کې ترې استفاده وکړي. د تذکرې لرل نه یوازي د فردي هویت تثبیت لپاره ارزښت لري، بلکې د دولت لپاره هم اړتیا ده، څو پوه شي چې په هېواد کې څومره نارینه، څومره ښځینه او څومره ماشومان ژوند کوي او په همدې اساس اړتیا ده، ټول هېوادوال تذکرې ولري.»

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو پر بنسټ، د برېښنایي پېژندپاڼو وېش بهیر له پیله تر دې دمه، په ټول هېواد کې څه باندې ۱۶ میلیونه وګړو ته پېژندپاڼې وېشل شوې، چې له دې ډلې څه باندې ۱۰ میلیونه یې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنۍ وروسته وېشل شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *