آفاق خبري آژانس کابل: طبیعي پېښو سره د مبارزې او آمادګۍ ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وایي، چې د وروستیو سېلابونو له امله د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې لږ تر لږ پنځو کسانو ژوند بایللی او اته نور ټپیان شوي دي. ښاغلي حماد زیاته کړې، چې د لومړنیو ارزونو له مخې، د دې سېلابونو له امله ۷۱ کورونه په بشپړ او ۱۶۲ نور په نابشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د هغه به خبره، د وروستیو سېلابونو له امله په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې زیانونه اوښتي دي. محمد یوسف حماد په دې اړه زیاته کړې: «وروستیو ورځو کې په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې سېلابونه راغلي، چې له امله یې ۷۱ کورونه په بشپړ او ۱۶۲ نور په نابشپړ ډول ویجاړ شوي دي.»
په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهان وایي، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له اړخه، نړۍ کې یو له زیانمنو هېوادونو دی او ټینګار کوي، چې اسلامي امارت باید د دا ډول پېښو د مخنیوي په پار بنسټیز ګامونه اوچت کړي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه طاهر ماموندزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه داسې لیدلوری لري: «افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د چاپېریال ساتنې له اړخه تر زیات متضرر شوی دی. اسلامي امارت ته په کار ده، چې د اقلیمي بدلونونو د خطرونو کابو کولو په پار، اړین ګامونه اوچت او په دې برخه کې ټول بنسټونه همکارۍ ته را وبولي.»
د چاپېریال ساتنې بل کارپوه سید محمد سلېمانخېل په دې اړه بیا داسې لیدلوری لري: «دا مهال په ډېریو سیمو کې د اوبو مدیریت په برخه کې جوړ شوي تاسیاست کمزوري دي، دا کمزورتیا د دې لامل شوې، چې د بارانونو اوبه په سمه توګه کنټرول نشي او په پایله کې یې ویجاړوونکي سېلابونه رامنځته او د خلکو کورونه او شتمنۍ په لږ وخت کې له منځه لاړ شي. په لنډمهال کې کولی شو د خبرداري ورکړې سیستمونو ته پراختیا ورکړو، څو خلکو ته د احتمالي سېلابونو په اړه پر وخت او دقیق اطلاعات ورسول شي، دا کار نه یوازې د پوهاوي، بلکې د بېړنیو مرستو رسولو کې هم اغېزمن تمامېدای شي.»
طبیعي پېښو سره د مبارزې او آمادګۍ ادارې د شمېرو پر بنسټ، د وروستیو سېلابونو له امله ۱۲۲ څاروي، تر لس زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه او یو زره او ۱۷۰ جریبه بڼونه له منځه تللي دي.