د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ لوبه د باران له امله بې پایلې پایته ورسېده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړۍوالې شورا چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو په لړ کې، پرون (جمعه، کب ۱۰مه) د پاکستان لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې د آسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبغالي ته ښکته شوه.

افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې ۲۷۳ منډې جوړې او د سیالې لوبډلې لپاره یې د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل ۸۵، عظمت الله عمرزي ۶۷ او ابراهیم ځدراڼ ۲۲ منډې جوړې کړې.

ورپسې سیالې لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، چې ۱۲.۵ اورونو کې یې د یوه لوبغاړي په زیان سره ۱۰۹ منډې جوړې کړې، خو د دوامداره باران له امله لوبه بې پایلې پایته ورسېده او دواړو لوبډلو ته یوه- یوه نمره ورکړل شوه.

آسټرالیایۍ لوبډله چې تر دې وړاندې یې دوې لوبې ګټلي وې، د دې یوې نمرې په ترلاسه کولو سره سیمي فاینل ته ووتله او دا مهال په (ب) ګروپ کې د افغانستان او سویلي افریقا ۳-۳ نمرې لري، ځکه د سویلي افریقا یوه لوبه هم د باران له امله مساوي پایته رسېدلې وه.

د کرکټ قانون له مخې، که نن انګلستان سویلي افریقا ته په خپله درېیمه لوبه کې د شاوخوا ۲۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړي، ښایي افغانستان سیمې فاینل ته ووځي، خو که داسې ونه شي، سویلي افریقا نېغ په نېغه د چمپینز ټرافي سیالیو سیمي فاینل ته لار پیدا کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د چمپینر ټرافي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه سویلي افریقا ته په ۱۰۷ منډو بایللې وه او دویمه لوبه یې له انګلستان څخه د اتو منډو په توپیر وګټله.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد