د اسلامي امارت مشر د کندهار پوهنتون په جامع جومات کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، له محصلینو غوښتي چې دیني او عصري زده کړې وکړي.
شیخ هبتالله اخندزاده دغه څرګندونې پرون (چهارشنبه، سلواغې ۲۴مه) د کندهار پوهنتون استادانو او محصلینو یوې سترې غونډې ته کړې دي.
د اسلامي امارت مشر همداراز له محصلینو غوښتي د زده کړو په مرسته افغانستان د سیالانو سیال کړي.
نوموړي په دې ناسته کې ټینگار کړی، چې له دې وروسته “مدرسه او پوهنتون یو دي” او د دواړو بنسټونو ساتنه او ملاتړ د سرپرست حکومت لومړیتوب دی.
شیخ هبتالله اخندزاده زیاته کړې، چې هر فرمان یې د دیني علماوو په مشوره له قرآن او نیوي احادیثو اخیستل شوی او دا د الله (ج) امرونه دي.
د اسلامي امارت مشر همداراز له ګډونوالو غوښتي، چې د هېوادوالو حقیقي خدمت ته ځان وقف کړي او د پرمختګ او ملي یووالي د ټینګښت لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي.
