د استوګنیزو کورونو کمښت او د نفوس زیاتوالی؛ حل‌لار یې څه ده؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: پلازمېنه کابل؛ هغه ښار چې نن سبا یې د ټول هېواد کابو درېیمې برخې نفوس ته په خپله غېږ کې ځای ورکړی او د هېواد یو له ګڼ مېشتو ولایتونو شمېرل کېږي. سره له دې چې افغانستان کې د داوود خان واکمنۍ راهیسې بیاځلي سر شمېرنه نه ده شوې، خو د رسمي اټکلونو له مخې، دا مهال کابل کې شاوخوا پنځه میلیونه وګړي مېشت دي. د کابل ښار نقشه تر ډېره له نړۍوالو سټنډرونو سره برابره نه ده، دا ښار د دواوود خان د واکمنۍ پر مهال د یوه میلیون نفوس لپاره ډیزاین شوی و، خو نن سبا یې د نفوس کچه یو پر پنځه لوړه شوې ده. پر دې سربېره، د ښار ډېری شنې سیمې او دولتي ځمکې د تېرو دوو لسیزو پر مهال د زورواکانو او خپلسرو قومندانانو له لوري غصب شوې دي او ان تر دې چې یو شمېر زورواکانو د ښار غرونه هم غصب او پلورلي دي.

کابل ښار د شنو سیمو، پارکونو او زیات نفوس له امله، د نړۍ یو له ککړې هوا لرونکو ښارونو دی او هر کال د ککړې هوا له امله، د نړۍ د لومړي ککړ او دودګن ښار ځای خپلوي. د معلوماتو پر بنسټ، د ښار د ګڼې ګوڼې او ککړې هوا له امله، هر کال شاوخوا ۶ زره کسان په دغه ښار کې د ساه‌بندۍ له امله ژوند بایلي او د ټولې نړۍ په کچه د ککړې هوا له امله، هر کال شاوخوا ۹ میلیونه انسان ژوند له لاسه ورکوي.

پر کابل سربېره، د هېواد په یو شمېر نورو لویو ښارونو، لکه کندهار، هرات، مزارشریف او ننګرهار کې هم د تېرو دوو لسیزو جمهوریت پر مهال زورواکانو او خپلسرو قومندانانو دولتي او غیر دولتي ځمکې غصب او خلکو ته وېشلې دي. د ځمکو غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمیسیون پرون (یکشنبه، غویي ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د دغه کمیسیون د فعالیت له پیل تر دې دمه څه باندې، ۴۹.۷ میلیونه جریبه ځمکه تشخیص شوې، څه باندې ۳.۹ میلیون جریبه استرداد او په دې برخه د لسګونو قضیو په اړه پرېکړې شوې دي.

سره له دې چې واک ته د اسلامي مارت په رسېدو سره له یوې خوا د پلازمېنې په ګډون د هېواد په بېلابېلو لویو ښارونو کې د سړکونو پراختیا او بیارغونې چارې په شدت سره دوام لري، خو له بلې خوا بیا د هرې ورځې په تېرېدو سره کابل او نورو ښارونو کې د کورونو کرایې لوړېږي. د روان کال د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته، کله چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه، کابل او نورو ښارونو کې د کورونو کرایې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

عام باور دا دی، چې له یوې خوا له تېرو درېیو کلونو اسلامي امارت په کابل او نورو ولایتونو کې ودانیزو چارو ته اجازه نه ورکوله او له بلې خوا په عامه سړکونو او دولتي ځمکو کې د خلکو له لوري د کورونو جوړېدل او اوس یې ویجاړول او همداراز له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو جوپې د کورونو کرایې لوړې کړې دي. دوی باور لري، چې که د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او همداراز نور اړونده ارګانونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سترو استوګنیزو ښارګوټو چارې پیل کړي، دا ستونزه به تر ډېره ورسره هواره شي.

په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان آفاق خبري آژانس سره خبرو وایي، چې دغه وزارت په کابل، کندهار، هلمند، پکتیا او فراه ولایتونو کې د سترو استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو چارې پیل کړې دي. د ښاغلي افغان په وینا، دا مهال کندهار کې د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې بشپړې شوې او په یو شمېر نورو پروژو، لکه د قطري، نیله‌باغ او دارلقرار ښارګوټو د جوړولو چارې دوام لري. د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د نوي کابل پروژې په اړه وایي، په دې وروستیو کې د دې پروژې د لومړي فاز په ۲/۸ پارسل او همداراز په د همدې فاز په ۲/۶ پارسل چارې یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې او هڅه کوي د نورو برخو د چارو پیلیدو ته هم پانګونې را جلب کړي. هغه په دې اړه له آفاق سره خبرو کې زیاته کړه: «د کور او ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې تر دې دمه سلګونه پروژې پلې شوې، چې ځینې یې نورو وزارتونو پورې اړوند پروژې دي، خو چارې یې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي کارکوونکو له لوري پرمخ وړل کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکي هم د استوګنیزو ښارګوټو جوړول د کاري فرصتونو برابرولو او همداراز د راستنېدونکو کډوالو ته د سرپناه موندلو په پار غوره ګام بولي او په خبره یې، د سترو ښارګوټو په جوړېدو سره به نه یوازې دا چې خلکو ته د ژوندانه اسانتیاوې برابرې شي، بلکې په لویو ښارونو کې به نفوس هم کم او د بې‌نظمیو مخه به ونیول شي.

که څه هم د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې د کډوالو چارو له وزارت سره په همغږۍ یې، د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته، کله چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوه، په ټول هېواد کې ۶۰ ښارګوټي جوړ کړي او د وېش بهیر یې دوام لري، خو عام باور دا دی، چې د هېواد نفوس ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی او په کار ده چې په دې برخه کې اساسي او اوږدمهاله ګامونه اوچت شي.

که د پلازمېنې په ګډون، د هېواد په لویو ښارونو کې د نفوس د کمېدو په موخه د یوې طرحې له مخې په منظم ډول کار ونشي، د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو او تر ځمکه لاندې د اوبو کچې ټیټوالي ته په کتو، ښایي تر راتلونکې یوې لسیزې کابل ښار تخلیه او خلک د اوبو کمښت له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي. د دې ترڅنګ د کور او ښار جوړولو وزارت او نورو اړونده ارګانونو ته په کار ده، چې په لویو ښارونو کې د نفوس د کمېدو په پار، له ښاره وتلي ښارګوټي پلان کړي؛ لکه د نوي کابل ښارګوټي پروژه، دا ډول پروژې باید هېواد په ګوټ ګوټ کې پلان او خلک د ښارونو له مرکزي سیمو د ښارونو څنډو ته وایستل شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد