د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه نن (شنبه، کب ۷مه) د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدنه کې د کابل او توکیو ترمنځ اړیکې تاریخي بللې او په خبره یې دا اړیکې د صداقت او باور پر بنسټ جوړې شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي خیرخواه، جاپان ته د یوه پلاوي وروستی سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پراختیا پیل یاد کړی او د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې یې د جاپان پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کاږي چې په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د شپږ میلیونه ډالرو مرستې په اړه، چې دوه ورځې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ورکړل شوي وو، معلومات وړاندې او ټینګار یې وکړ، چې دا مرستې به د زیانمونو شویو برخو د جوړولو په برخه کې ولګول شي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د جاپان سفیر څو ورځې وړاندې د ساساکاوا بنسټ په بلنه، دغه هېواد ته د افغان شپږ کسیز پلاوي سفر هیله بښوونکی بللی او په خبره یې، دا ډول سفرونه د فرهنګي مثراثونو په برخه کې د لا پرمختګ لامل ګرځي.
په دې ناسته کی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي هم د فرهنګي میراثونو په اړه د ښوونیزو پروګرامونو او سیمینارونو د جوړولو پر ارزښت خبرې کړې او د دا ډ،ل پروګرامونو جوړول یې د تاریخي آبداتو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لپاره مهم ګڼلي دي.