افغاني سرې میاشتې یوه کال کې نږدې ۴ میلیونه کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو د دې ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام ویلي، چې څه باندې ۳۳۵ زره راستنېدونکو سره یې د اوبو، خوړو، نغدي مرستو، روغتیایي خدمتونو او لومړنیو توکو مرستې کړې دي. د دغه بنسټ په خبره، دې ادارې همداراز په ټول هېواد کې له ۴.۶ میلیونه کسانو سره مرسته کړې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال عزیز الرحمن د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «تېر کال د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټولټال ۴۶۹،۱۱۷ هیوادوالو ته خواړه، غیر خوراکي توکي، نغدي پیسې، سرپناه، روغتیايي خدمات او د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو همداراز په دې پروګرام کې ویلي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو څه باندې ۵۱۱ زره کسانو سره مرستې کړې دي. د دوی په خبره، په دې مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي او نغذې پیسې شاملې دي، چې ټولیز ارزښت یې څه باندې ۳۶۹ میلیونه افغانیو ته رسېږي. عزیز الرحمن د خپلو څرګندونو په دوام ویلي: «په طبیعي او غیر طبیعي پیښو کې، ۵۱،۳۵۳ قربانیانو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي.»

د افغاني سرې میاشتې عملیاتي مرستیال روح‌الله عبدالسلام وایي، چې څه باندې ۳ میلیونه او ۸۰۰ زره کسان په ټول هېواد کې د دې ادارې له روغتیایي خدمتونو برخمن شوي دي. د هغه په خبره، په اتو حمایتي مرکزونو کې د نږدې ۳۷ زره یتیمانو، کونډو، اړمنو او معلولینو ملاتړ شوی دی. همداراز د رواني ناروغیو درملنې په شپږو مرکزونو کې څه باندې ۲۳۰۰ ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي او ۲۸۸ تنه له درملنې وروسته، عادي ژوند ته را ګرځېدلي دي.

مطالب بیشتر:  د کونړ مرګونې زلزله؛ د ویرجنو کیسې بوږنوونکې دي

روح‌الله عبدالسلام زیاته کړې: «په تېر کال کې ۳ میلیونه او ۸۰۳ زره او ۹۷۷ هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي. همدارنګه د واکسینو څلور مرکزونه، ۴۷ کلینیکونه، ۱۴۶ ګرځنده ټیمونه، او څه باندې ۵۳،۰۰۰ روغتیايي کمپونه، په کندهار کې د جامع کمپلیکس او په پلازمینه کې د روغتیايي مرکزونو په ګډون، په فعاله توګه خلکو ته خدمات وړاندې کوي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو په دې پروګرام کې زیاته کړې، چې دوه زره هغه ماشومان، چې له زېږون سره سم د زړه په ناروغۍ اخته وو، د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته ورپېژندلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *