آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په یو نوي راپور کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله یو له ډیرو زیان منونکو هېوادونو څخه دی.
د یاد راپور له مخې، له ۱۹۵۰ کال راهیسې، د تودوخې درجه د سانتي ګراد شاوخوا ۱.۸ درجې لوړه شوې چې د مرګونو سیلابونو، وچکالۍ، واورې ښویدنې او د واورې طوفانونو لامل شوې ده؛ هغه پیښې چې هر کال له ۲۰۰ زره ډیر خلک اغیزمن کوي.
د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام وايي:«له ۱۹۵۰ کال راهیسې د تودوخې درجه د سانتي ګراد شاوخوا ۱.۸ درجې لوړه شوې چې له امله یې مرګوني سیلابونه، وچکالۍ، واورې ښوېدنې او د واورې طوفانونه رامنځته شوي، هغه پیښې چې هر کال څه باندې ۲۰۰ زره کسان اغیزمن کوي.»
د چاپیریال ساتنې کارپوه سید محمد سلیمان خیل وایي:«نړیواله ټولنه باید افغانستان یوازې د یو زیان منونکي هیواد په توګه ونه ګوري، بلکې باید د سیمه ییزو او نړیوالو حل لارو د یو فعال شریک او برخې په توګه یې وپیژني.»
ملګروملتونو دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې په روان کال کې د اسلامي امارت هیڅ چارواکی د اقلیمي بدلون په تړاو غونډې ته نه دی بلل شوی.
په ورته مهال ځینې زدکړیالان او د چاپیریال ساتنې فعالان له نړیوالې ټولنې غواړي چې دغې غونډې ته د اسلامي امارت پلاوی هم ور وبولي څو د اقلیمي بدلون په تړاو د افغانستان لیدلوري هم واوریدل شي.
زدکړیاله او د چاپیریال ساتنې فعاله زحل صدیقي وایي:«افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي، خو له بده مرغه، زموږ د خلکو غږ لا هم په سمه توګه نه اورېدل کېږي. سېلابونه، وچکالي، زلزلې او د کرنیزو ځمکو له لاسه ورکول ټول هغه عوامل دي چې زموږ د خلکو ژوند یې خورا ستونزمن کړی دی.»
زدکړیال او د چاپیریال ساتنې فعال نورالله نوري وایي:«موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د اقلیم په برخه کې په بیړنۍ توګه همکاري وکړي او موږ غواړو چې زموږ غږ په دې برخه کې په جدي توګه واورېدل شي. افغانستان باید په دې پروسه کې له پامه ونه غورځول شي، ځکه که څه هم موږ د اقلیم د بحران په رامنځته کولو کې لږ ونډه لرو، خو ډیری زیانونه یې موږ زغمو.»
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۵ کال له فبروري تر جولاي پورې په وروستیو سیلابونو، سختو اورښتونو او ناڅاپي سیلابونو کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، لسګونه نور ټپیان او زرګونه کسان بې کوره شول چې ډيری کورونه، کرنیزې ځمکې، زیربناوې او ژوند سرچینې هم د همدې سیلابونو له امله له منځه ولاړې.
