اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له ندا محمد ندیم او شهاب الدین دلاور سره لیدلي

د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د دې وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي، طارق علي بخیت، سره لیدلي دي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ندا محمد ندیم له خولې راغلي، چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او سرپرست حکومت دواړو برخو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت هم ژمنه کړې، چې له اسلامي امارت سره به په تحصیلي برخو کې همکاري وکړي او زیاته کړې یې ده، چې اوس په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی او د پرمختګ لپاره زمینه برابره شوې ده.

له دې سره همهاله، د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست، شهاب‌الدین دلاور، هم په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره لیدنه کې، له هغه افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو غوښتنه کړې ده.
افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طارق علي بخیت په دې لیدنه کې د بشري مرستو د زیاتوالي ژمنه هم کړې ده.

بل لور ته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې (یوناما) مشرې، روزا اوتونبایوا، پرون سه شنبه د (سلواغې ۳۰مه) په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له غړو سره یوه ګډه ناسته کړې ده.
یوناما پر خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د ښځو او نجونو د وضعیت، په ځانګړي ډول د دوی د زده کړو، کار، روغتیایي برخو کې د لګول شویو محدودیتونو په اړه مهمې او رغنده خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې طارق علي بخیت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي، او د عدلیې وزارت له مسلکي معین، عبدالکریم حیدر، سره هم جلا لیدنې کړې وې.
نوموړي په دغو لیدنو کې ویلي وو، چې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو اندېښنې یې له افغان چارواکو سره شریکې کړي او ژمنه یې کړې، چې افغانستان ته د خپل وروستي سفر راپور به له دغو هېوادونو سره شریک کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد