د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند یوې تفریحي سیمې ته څېرمه پر ملکي وګړو له مرګوني برید دوې ورځې وروسته، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وایي، چې د دې پېښې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د متقي په وینا، په دې برید کې ۱۱ تنو ژوند بایللی او د ټپیانو له ډلې د دوو کسانو روغتیایي وضعیت هم نازک دی. هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه په دې پېښه کې د ښکېلو نورو کسانو د نیولو هلې ځلې کوي. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د قربانیانو کورنۍ دا پېښه د شخصي دښمنۍ پایله نه بولي.
پر ملکي وګړو ډزو نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي. د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ، هرات کې پر عامو خلکو ډزې بېرحمانه بللې دي.
ریچارډ بنټ په دې اړه زیاته کړې: «د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د وسلهوالو له خوا پر اهل تشیع وحشیانه برید، چې له امله یې یو شمېر ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې، نه یوازې باید وغندل شي، بلکې اړینه ده چې په خپلواکه توګه وڅېړل شي او عاملین یې عدالت ته وسپارل شي.»
همداراز، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم دې پېښې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا ټولنه د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول «ترهګریز عمل» غندي. افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر په دې اړه زیاته کړې: «اروپايي ټولنه د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول ترهګریز عمل، که هغه په هره بڼه او د هر چا له لوري وي، په کلکه غندي. دا ډول تاوتریخوالی هېڅکله د توجیې وړ نه دی.»
په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت ته په کتو، امنیتي بنسټونه باید د دا ډول پېښو د مخنیوي په پار کوټلي ګامونه اوچت او په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو د بېثباتۍ مخه ونیول شي او د خلکو باور پیاوړی کړي.
د سیاسي چارو شنونکی معین گل څمکنی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره زیاتوي: «افغانستان اوس مهال له امنیت څخه برخمن دی او د دې د ساتنې لپاره باید اړین ګامونه واخیستل شي. که امنیت کمزوری شي، ستونزې او بېثباتي به هم زیاته شي. له همدې امله هیله ده چې حکومت دې موضوعاتو ته پاملرنه وکړي او د خلکو او خپلو وګړو د امنیت ټینګښت لپاره لازم او اغېزمن اقدامات وکړي.»
د ویلو ده، چې هرات کې پر ملکي وګړو د ډزو وروستۍ پېښې په اړه غبرګونونه د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي او پر هېوادوالو سربېره، بهرني بنسټونه هم د دې پېښې د عاملینو د نیولو او همداراز هغوی ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه کوي.
