آفاق خبري آژانس د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور سره د فعالیت اعلان وکړ

آفاق خبري آژانس نن په کابل کې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، د رسنیو مسوولینو، خبریالانو او سیاسي شنونکو په حضور کې پرانیستل شو. د دې مراسمو ویناوالو د دې رسنۍ فعالیت د کره او پر وخت اطلاعاتو د خپرولو په برخه کې یو مهم ګام وباله او د نظام د پیاوړتیا او ټولنې ته د معلوماتو رسولو په برخه کې یې د رسنیو پر رول ټینګار وکړ.

د آفاق خبري آژانس رییس تمیم سعیدي، د مراسمو په پیل کې وویل: “دا خبري آژانس به د حقایقو منعکسولو، د ولس غږ او ستونزو رسولو، د عامه پوهاوي او د ټولنې د یووالي په برخو کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.”

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري بیا په خپله وینا کې په ډاګه کړه چې رسنۍ باید په اوسني وضعیت کې د ملي ارزښتونو ساتنې، د ملي یووالي ټینګښت او کره اطلاع رسونې ته ژمنې وي. نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د سالمو نیوکو هرکلی کوي.
بلخوا، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس، نعیم الحق حقاني د آفاق خبري آژانس پرانیسته د اطلاع رسونې پرخه کې غوره ګام وباله او د دې رسنیو پر ارزشت یې ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت هم د دې آژانس د فعالیت ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د رسنیو ستونزو ته به رسېدنه کوي.

په دې مراسمو کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران له رسنیو د ملاتړ په څرګندولو سره وویل: “هره رسنۍ چې د اسلام بنسټیز اصول او د ژورنالیزم اصولو ته ژمنه وي، تل د دغه وزارت له ملاتړه برخمنه وي.”

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو مسوولینو هم د آفاق خبري آژانس د پرانستلو هرکلی وکړ. د افغانستان د آزادو ژورنالېستانو ټولنې رییس، حجت الله مجددي او د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست، عبدالقدیم ویاړ هم د رسنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د مراسمو په بله برخه کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، محمد یونس مومند او د ولسي جرګط پخواني غړي رمضان بشر دوست اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت خبرې وکړې او له اسلامي امارته یې وغوښتل چې په دې برخه کې له رسنیو سره لا ډېره همکاري وکړي.

آفاق خبري آژانس داسې مهال په رسنیز ډګر کې خپل حضور اعلانوي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې یو شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې دي. د آفاق د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د آزادو ژورنالېستانو ټولنې رییس، په نږدې راتلونکي کې په پکتیا، هلمند او نورستان ولایتونو کې د درېیو راډیوګانو د فعالیت خبر هم ورکړ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد