پاکستان کې د حسن‌قرائت نړۍواله سیالي؛ افغانستان څلورم مقام ګټلی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د حسن قرائت نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازي عبدالرب ایوبي، د ۳۷ اسلامي هېوادونو د ګډونوالو په منځ کې له ۴ مقام اخیستو وروسته هېواد ته راستون شو. دغه سیالۍ د پاکستان په کوربه توب ترسره شوې او د افغانستان په استازیتوب قاري عبدالرب ایوبي د هېواد یو له غوره قاریانو څخه د حج او اوقافو وزارت له لوري معرفي شوی وو. په دې سیالیو کې مالیزیا هېواد لومړی، ایران دویم، پاکستان دریم او افغانستان څلورم مقام ترلاسه کړ.

عبدالرب ایوبي کابل هوایي ډګر کې د دې ویاړ په اړه وویل: «د ځان په استازیتوب، د نړۍ له ۳۷ هېوادونو سره د حسن‌قرائت په سیالیو کې د څلور مقام ترلاسه کولو په پار، د افغانستان ملت ته مبارکي وایم. الحمدلله، ومې کولی شوای چې د دې معنوي سفر او سترو هڅو په برکت یو ځل بیا د افغانستان نوم تلپاتې کړم او د اسلامي هېوادونو په منځ کې خپل وطن ویاړلی او مطرح وځلوروم.»

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دغو سیالیو کې د افغانستان د څلورم مقام له ترلاسه کولو په هرکلي سره ویلي چې د افغانستان کادرونه ډیری وخت توانیدلي چې د افغانستان نوم په نړۍ کې لوړ کړي. ښاغلی قانع د دې لاسته‌راوړنې په اړه زیاتوي: «افغانان د لومړي ځل لپاره په داسې فضا کې چې نن ورته امنیت او مناسب فرصت برابر شوی، په بېلابېلو علمي، ديني او فرهنګي ډګرونو کې فعاله ونډه اخیستي ده. د هېواد ګران کادرونه ورځ تر بلې ډېر ځلېږي، په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي او د افغانستان او د هغه د اتل ملت نوم ځلوي.»

په ورته مهال، په دې سیالیو کې د ښاغلي ایوبي یو له ملګرو څخه د دغو سیالیو پر پریکړې په نیوکې سره وایي چې داورانو په دې سیالیو کې سیاسي مسایل دخیل کړل او له همدې امله افغانستان د دغو سیالیو په څلورم ځای کې راغی. د ایوبي ملګری ذکي الله انوري په دې اړه یاتوي: «د پایلو په اعلان کې یې سیاسي مسایل ګډ کړي وو، څرنګه چې ولیدل شولی په پایله کې ابوبي څلورم مقام ته را کوز شو، په داسې حال کې چې د تالار نږدې ۹۰ سلنه حاضرین ـ د پایلو تر اعلان مخکې ـ هغه د لومړي مقام اصلي مستحق باله.»

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال افغانستان په ترکیه کې د حسن قرائت نړیوالو سیالیو کې په ګډون سره دریم مقام ترلاسه کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *