زیانمنو سره پر مرستې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټینګار؛ مرستې په منظم ډول روانې دي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عبدالقدیم ابرار وایي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د یادې ادارې په فعالیتونو کې هیڅ خنډ نه دی رامنځته شوی.

نوموړی د یاد بنسټ فعالیتونو ته په اشارې سره وایي چې، په تور نوملړ کې د یادې ادارې د رییس او مرستیال د نومونو شتون له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو سره اړیکې کم رنګه کړي خو لا هم دا اداره توانېدلې د زیانمنو شویو کسانو اړتیاوو ته بشپړه رسېدنه وکړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عبدالقدیم ابرار وایي:« د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، د دې ادارې په فعالیتونو کې هیڅ تشه نه ده رامنځته شوې، خو دا یو حقیقت دی چې په تور لیست کې د مشرانو شاملول له مرستندویه ادارو او هیوادونو سره د تفاهم کچه راټیټوي او ویش رامنځته کوي.»

ښاغلی ابرار له آفاق خبري آژانس سره په مرکه کې وایي، چې یاده اداره تیر کال توانېدلې د هېواد په ۲۸ روغتونونو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دوه زره ماشومانو ته د درملنې زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا، د هر ماشوم پر درملنه ۷۵۰ تر ۲۵۰۰ امریکایي ډالره لګښت شوی او په نږدې راتلونکي کې د زړه ناروغۍ د درملنې لپاره د یو سمبال روغتون له پرانیستلو خبر ورکوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عبدالقدیم ابرار زیاتوي:« تېر کال، د سرې میاشتې څانګې له لوري په ۲۸ روغتونونو کې د دوه زره ماشومانو درملنه وشوه، د یادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکي کې به د زړه ناروغانو لپاره یو بشپړ مجهز روغتون پرانیستل شي.»

ابرار د خپلو څرګندونو په بله برخه کې په اور د سوځیدلو او هډوکو د میکروب ناروغۍ د درملنې په برخه کې د جرمنی هېواد همکاریو ته په اشارې سره وویل چې یاد هېواد د ناروغانو د لیږد بهیر له پیل راهیسې، شاوخوا پنځه زره ناروغان د درملنې لپاره جرمني ته لیږدولي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عبدالقدیم ابرار دغه راز وایي:« جرمني له نږدې ۳۶ کلونو راهیسې له افغانستان سره نږدې همغږي لري او په دې موده کې یې پنځه زره ناروغان او ۹۱ ځله لیږد ترسره کړی دی.»

ښاغلي ابرار د یادې ادارې فعالیتونو ته په اشارې سره دغه راز زیاته کړه چې د هېواد په ۷ زونونو کې درې زره رواني ناروغان تر درملنې لاندې دی او له ډلې یې ۱۵۰۰ نور په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عبدالقدیم ابرار وایي:« زموږ د شته شمېرو له مخې، د هیواد په ۷ زونونو کې د ۳۰۰۰ رواني ناروغانو درملنه کیږي، چې له دې ډلې ۱۵۰۰ یې د سرې میاشتې چارواکو تر څارنې لاندې په کور کې درملنه کیږي.»

د یادونې ده چې د یادې ادارې د شمېرو له مخې، تیره ورځ په هېواد کې د وروستیو زلزلو له یو زرو ۳۰۰ زیانمنو شویو سره نغدي او غیر نغدي مرستې وشوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *