زلزله ځپلو سره د مرستو دوام؛ ایران لومړنۍ جوپه سمنګان کې سیمه‌ییزو مسوولینو ته وسپاره

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هېواد شمال کې زلزله ځپلو سره د بېلابېلو هېوادونو د بشري مرستو په دوام، د ایران اسلامي جمهوریت د مرستو لومړنۍ جوپه سمنګان ولایت ته ورسېده. د مرستو په دې جوپه کې درمل، خیمې او د اړتیا وړ لومړني توکي شامل دي او د یاد ولایت سیمه‌ییزو مسوولینو ته وسپارل شوه.

مزارشریف کې د ایران سرقونسل حمیدرضا احمدي زلزله ځپلو سیمو ته د سفر پر مهال، د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې هېواد یې چمتو دی، د اړتیا په صورت کې زلزله ځپلو سره لا زیاتې مرستې وکړي.

کابل کې د ایران سفارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د ایران اسلامي جمهوریت د مرستو لومړنۍ جوپه د افغانستان شمال کې زلزله ځپلو ته ولېږل شوه. د مرستو په دې جوپه کې، چې درمل او خیمې شامل دي، سیمه‌ییزو مسوولینو ته وسپارل شوه.»

په همدې حال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې افغانستان د بل هر وخت په پرتله، دا مهال تر ډېره دا ډول مرستو ته اړتیا لري. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډه‌وال بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «موږ د ملګرو ملتونو، مرستندویه هېوادونو، خیریه موسسو او همدارنګه له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کوو چې له بېوزلو او زیان‌منو خلکو سره، چې له دې لویو ستونزو سره مخ دي، همکاري وکړي او بېړنۍ مرستې وکړي، څو د دې غمیزې د پراختیا مخه ونیول شي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی امیدالله قاسم‌زی بیا په دې اړه وایي: «اړتیا ده چې په داسې شرایطو کې حکومت او د مرستندویه بنسټونه د افغانستان د خصوصي سکتور سره په همکارۍ جدي پاملرنه وکړي، څو زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسیږي. د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د دې موسساتو مسوولیت زیاتېږي او باید زیانمنو ته د رسېدنې په پار اړین ګامونه اوچت کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «طبیعي پېښې په هر هېواد او د نړۍ په هره برخه کې رامنځته کېږي. په همدې اساس، ګاونډي هېوادونه او نړيواله ټولنه باید په داسې پېښو کې سیاسي یا پوځي چلند ونه کړي. دا موضوع انساني او اقتصادي اړخونه لري او تعاملات باید د بشرپالنې اصولو او اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړ وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د ۶.۳ ریښتر درجې زلزلې د کابل په ګډون، د هېواد شمالي ولایتونه ولړزول. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دې زلزله کې ۲۷ کسانو ژوند بایللی او ۹۵۶ نور ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *