کوربین: د اپستین دوسیه په فاسد سیاسي نظام کې د شتمنو د خوندیتوب نښه ده

برېټانوي سیاستوال جرمي کوربین، د جفري اپستین د دوسیې اړوند د تازه اسنادو له خپرېدو وروسته، پر خپله ایکس‌پاڼه خپاره کړي پیغام کې، هغه قربانیانو ته درناوی څرګند کړی، چې د نوموړي له لوري ترې په پراخه کچه ناوړه استفاده شوې ده.

کوربین په دې پیغام کې ټینګار کړی، چې دا دوسیې یوازې د یوې فردي رسوایۍ جزییات نه بیانوي، بلکې د هغه په وینا، د یوه فاسد سیاسي نظام د خطر زنګ دی؛ داسې نظام چې په ساختاري ډول شتمن او با نفوذه کسان د حساب‌ورکړې او مسوولیت له منلو ساتي.

کوربین د خپلو څرګندونو په دوام، د سیاست د یوې نوې بڼې د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده؛ داسې سیاست چې محور یې د ټولنې د ټولو وګړو د امنیت او انساني کرامت ساتنه وي، او د قدرت او شتمنۍ تر سیوري لاندې د ورته ناوړه استفادو د تکرار مخه ونیسي.

مطالب بیشتر:  د میدان وردګ په جلریز ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دوه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *