د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دا بریدونه د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض دی.
هغه پر خپله ایکسپاڼه پر پاکستان غږ کړی، چې د افغانستان په اړه پر خپلو سیاستونو له سره غور وکړي او د ښه ګاونډیتوب متمدنه لار خپله کړي.