د امریکا ایلینوی ایالت والي جیبی پریتزکر، پر خپلو ټولنیزو شبکو د ټرمپ پر کړنو توندې نیوکې کړې دي.
هغه د تیلو د بیو د لوړېدو، د سرخکې ناروغۍ بیا راګرځېدو، د کروندګرو ستونزې، د تعرفو له امله د خوراکي توکو د بیو لوړېدو او منځني ختیځ ته د جګړې لپاره د ایلینوي د اوسېدونکو استولو ته په اشارې ویلي، چې ټرمپ په بشپړه توګه د امریکا لپاره یوه فاجعه ګرځېدلی دی.