عدیل راجا، پخوانی پوځي افسر او د پاکستاني رژیم منتقد:
له یوې خوا ویل کېږي چې وسلې د پاکستان له لوري افغانستان ته قاچاق شوې او ادعا کېږي، چې د داعش ډلې خراسان څانګې په واک کې ورکړل شوې، څو په افغانستان کې د رژیم بدلون د طرحې په چوکاټ کې وکارول شي؛ هغه طرحه چې عدیل راجا یې د پاکستاني پوځ د مشر عاصم منیز ذهنیت ته منسوبوي.
له بلې خوا، د دې موضوع له افشا کېدو وروسته د شرمېدو پر ځای، پاکستاني پوځي پر افغانستان هوایي بریدونه کړي، چې د سرچینو په وینا، په پایله کې یې ماشومان، لمونځ کوونکي او حتی د قرآن کریم نسخې زیانمنې شوې او یو شمېر کسان وژل شوي یا ټپیان دي.
دغه پخوانی پاکستاني پوځي افسر همدارنګه څرګندوي چې که په ننگرهار او پکتیکا کې د دغو بریدونو ځواب ورکړل شي، ښايي افغانستان د «دښمن» په توګه معرفي شي. عدیل راجا په پای کې پوښتنه کوي: تر کومه وخته باید د یوه ناروغ ذهن دا لېونتوب وزغمو؟