د مصوعي ځیرکتیا او کمپیوټر ترکی استاد فرکان ګوزوککارا وایي، چې د اسراییلي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په ښکاره ډول امریکایي رسنیو ته دروغ وایي.
هغه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «په داسې حال کې چې سلګونه زره خلک د هغه د استبدادي واک د نیولو پر ضد لاریونونه کوي، هغه په غرور سره هغوی په امریکایي ټلویزیون کې ردوي. کارپوهان تاییدوي چې هغه یوازې د دې لپاره حقوقي سیستم له منځه وړي چې له زندان څخه ځان وژغوري.»