مشتاق احمد خان: د غزې سولې پلاوي کې د پاکستان ګډون، فلسطین سره خیانت دی

پخواني پاکستاني سناتور مشتاق احمد خان، د ډونالډ ټرمپ له‌خوا د «غزې د سولې کمېټې» غړیتوب ته د شهبازشریف د بلنې په اړه، پر خپله ایکس‌پاڼه دغه اقدام په سختو ټکو وغانده.

هغه ټینګار کړی، چې دا بلنه په یو ډول د اسراییلي رژیم د رسمیت پېژندنې پر لور یو ګام ګڼل کېږي او په خبره یې، دا بهیر د مسجدالاقصی، غزې او د فلسطیني ملت پر وړاندې خیانت دی. مشتاق احمد خان دا دریځ د فلسطین په اړه د علامه محمد اقبال او قائد اعظم له اعلان شوو سیاستونو سره هم په ټکر کې وباله.

دغه پاکستانی سناتور زیاته کړې، چې د «پاکستان د حقونو غورځنګ» او «پاکستان–فلسطین اسمبله» له‌خوا دا ډول اقدام په بشپړه توګه رد شوی او دوی به د هغه پر وړاندې ودرېږي. نوموړي همداراز له سیاسي ګوندونو، علماوو او د ټولنیزو شبکو له فعالانو وغوښتل چې د هغه څه پر وړاندې چې ده «له امریکا سره تړاو او د اسراییلو پلوي» وبلله، دریځ ونیسي او پر وړاندې یې اعتراض وکړي.

مطالب بیشتر:  سمنګان کې امنیتي ځواکونو درنې وسلې ترلاسه کړې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *