د پخواني حکومت پر مهال د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار د پاکستاني پوځ بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډول هوایي بریدونه د ټولو نړیوالو اصولو، قوانینیو او ملګرو ملتونو د نړیوالو تړونونو خلاف عمل دی او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي.
مسلمیار پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د بېګناه ملکي وګړو، جوماتونو او عامه ځایونو په نښه کول، نه بښوونکی عمل او ستر جنایت دی او خبرداری یې ورکړی، چې افغانانو هېڅکله د هېڅ زبرځواک او جابر برید بې ځوابه نه دی پرېښی او د نړۍ هر زبرځواک ته یې مېړانه او شجاعت معلوم دی او له هر چا یې ددې خاورې د تجاوز حساب او غچ اخیستی دی.
د مشرانو جرګې پخواني مشر زیاته کړې، چې دغه ډول خپلسري بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت مستقیم برید دی او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان هېڅ برید به بې ځوابه نه پاتې کېږي او نه پخوا بې حسابه او بې غچه پاتې شوی دی.
