امریکا کې د پوهنتون استاد مکفایول د ټرمپ پر سیاستونو سخته نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې له ناټو به د متحده ایالتونو وتل تر ټولو لویه تېروتنه وي.
هغه پر خپله ایکسپاڼه زیاته کړې: «پر ګرینلنډ د ولکې ټینګولو له ګواښ نیولې، د ۵۱م ایالت په توګه د کاناډا نومول او پر ټولو د تعرفو لګول، په دې مانا دي، چې امریکا نور لومړی نه ده. اوس ټرمپ غواړي له ناټو ووځي، دا به لویه او تاریخي تېروتنه وي.»