د تازه افشا شوو برېښنالیکونو منځپانګه ښيي، چې د نوآم چامسکي او جفري اپستین اړیکه د تمې خلاف، خوا زیاته ژوره وه.
تازه خپاره شوي ایمیلونه په ډاګه کوي، چې ښاغلی چامسکي حتا د ۲۰۰۸ کال تر هغې وروسته هم، چې اپستین پکې محکوم شوی و، له هغه سره په اړیکه کې پاتې شوی او د لیدنو، سفرونو او آن د ملاتړ لیکونو په اړه یې ورسره اړیکه کوله.
هغه لیک چې ویل کېږي د نوآم چامسکي له لوري لیکل شوی، د هغه او د ماشومانو د جنسي ځورونې مجرم جفري اپستین ترمنځ له یوې دوستانه او نږدې اړیکې پرده پورته کوي.
