د پخواني حکومت پرمهال د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستان هوایي بریدونه په کلکه غندلي او دا ډول اقدامات یې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف بللي دي.
ښاغلي عبدالله پر خپله ایکسپاڼه زیاته کړې، چې دا ډول بریدونه بېثباتۍ او د کړکېچ پراختیا لامل کېږي او ټینګار یې کړی، چې د ملکي وګړو موخه ګرځول د ستونزو د حل لار نه ده.
