عبدالسلام ضعیف: د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې برید بزدلانه عمل او جنایت دی

پاکستان کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف د پاکستاني پوځي رژیم وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا د افغانستان د هوایي حریم ښکاره نقض، ناروا، کرغېړن او بزدلانه عمل دی، چې د پاکستان د مستبد او ظالم پوځي رژیم له لوري ترسره شوی دی.

ښاغلي ضعیف پر خپله ایکس‌پاڼه زیاته کړې، چې دا عمل د اسلام، ګاونډیتوب او نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه او جنایت دی او ټینګار یې کړی، چې پاکستانی پوځي رژیم د دا ډول کړنو په ترسره کولو سره، غواړي خپلې ناکامۍ پټې او له مسوولیته په تېښتې، بې‌ګناه خلک په نښه کړي.

مطالب بیشتر:  اسلامي امارت په خوست او ننګرهار کې د پاکستان ډرون بریدونه تایید کړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *