عبدالسلام ضعیف: امریکا په جګړه او وینې تویولو روږدې ده

عبدالسلام ضعیف: امریکا په جګړه او وینې تویولو روږدې ده

پاکستان کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وایي، چې د امریکا له جوړښت تر اوسه میلیونونه انسانان په جګړو کې وژل شوي او ټینګار یې کړی، چې د امریکا د ظلم دا سیاست دوام نشي کولی او بالاخره به په ظلم پای‌ته رسېږي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه زیاته کړې، چې د امریکا تاریخ په ظلم ولاړ دی او دا هېواد په جګړه او وینې تویولو روږدی دی او پرته له دې ژوند نشي کولی.

ضعیف وړاندې لیکلي: «د ظلم پیل د امریکا د جوړښت په وخت برېټانیا چې د امریکا مؤسس ده تر پنځه میلیونه ډیر اصلي امریکایان ووژل Native Americans او نور یې غرو ته پورته، ثروت ځمکه او شتمني یې ترې غصب کړل.»

مطالب بیشتر:  پرون له پاکستان او ایران څه باندې دوه زره کورنۍ راستنې شوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *