پاکستان کې د پخواني حکومت پر مهال افغان سفیر عاطف مشعل وایي، چې پر افغانستان د پاکستان یرغل د ټولو نړۍوالو نورمونو خلاف عمل دی او په خبره یې، افغانان هېڅکله دا ډول یرغلیز اقدامات له یاده نه باسي او پر خپل وخت به له یرغلګرو سره حساب کتاب وکړي.
ښاغلي مشعل پر خپله ایکسپاڼه زیاته کړې، چې د پاکستان نظامي رژیم له داخلي، اقتصادي او امنیتي، ستونزو د خپل ولس پام اړولو هڅه کوي او زیاتوي، چې د پاکستان اوسني حکمرانان باید دا درک کړي چې د دغه هېواد ولس ازادي او شریعت غواړي.
