سمیع یوسفزی: پر افغانستان بریدونه د پاکستان لپاره ګټه نه‌لري

خبریال او د سیاسي چارو شنونکی سمیع یوسفزی، پر افغان خاوره د پاکستان هوایي بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دا ډول بریدونه د پاکستان لپاره ګټه نه لري، بلکې ښایي د پاکستاني طالبانو تحریک په څېر ډلې لا پیاوړې او کابل او اسلام‌آباد له لا جدي ستونزو سره مخ کړي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه زیاته کړې، چې که څه هم پاکستان له پوځي پلوه قوي دی، خو نننۍ جګړې یوازې د وسلو او الوتکو په زور نه ګټل کېږي. د یوسفزي په وینا نامنظمې جګړې، چریکي بریدونه او ځانمرګي حملې اوږدمهاله بې‌ثباتي رامنځته کوي او عام ولس زیان ویني.

مطالب بیشتر:  کورنیو چارو وزارت: د هېواد په شپږو ولایتونو کې مو د غلا او قتل په تور ۱۵ کسان نیولي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *