د کابل په نهمه حوزه کې د وسله‌والو غلو پنځه کسیز بانډ نیول شوی

د کابل امنیه قومنداني وایي، امنیتي ځواکونو د نهمې حوزې اړوند د وسله‌والو غلو پنځه کسیز بانډ، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې به یې د ښاریانو له کورونو غلاوې کولې، نیولی دی.

د نهمې حوزې جنایي مدیر عزت‌الله حدید زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال، له وسله‌والو غلو دوه میله کلاشنکوفونه او ۸۰ زره امریکایي ډالر ترلاسه شوي دي او نیول شویو کسانو په خپل جرم هم اعتراف کړی دی.

مطالب بیشتر:  کندهار کې د «انار ګل» دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *