د پاکستان له بندخونو ۷۵ افغان کډوال آزاد او هېواد ته راستانه شول

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د روانې اونۍ په لړ کې د پاکستان له بندخونو ۷۵ افغان کډوال آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد آمریت په حواله لیکلي، چې دغو کسانو له یوې ورځې تر دوو میاشتو په بندخونو کې تېرې کړې او د لومړنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

مطالب بیشتر:  هلمند کې ترافیکي پېښه کې ۱۱ کسانو ژوند بایللی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *