جېت هېر د (دې نېشن) مجلې د سیاسي برخې لیکوال
د ۲۰۱۶ کال د هغو افشا شویو اسنادو څېړنه چې د جفري اپستین او پیټر تیل (امریکايي سیاستوال او پانګهوال) ترمنځ شوې، د دې ښکارندویي کوي، چې اپستین د نړۍ سیاسي او ټولنیز بدلونونه د ګواښ په توګه نه، بلکې هغو ته د اقتصادي فرصت په سترګه کتل. په دغو خبرو کې، اپستین له برېګزېټ د «پیل» په نوم یادونه کوي او «قبیلوي تفکر ته د بېرته ستنېدو» او د نړیوالسازۍ پر وړاندې د تازه ائتلافونو د رامنځته کېدو خبرې کوي. هغه ټینګار کوي چې د ړنګېدونکو بهیرونو پېژندل د نویو ګټورو فرصتونو له موندلو اسانه دي؛ داسې لیدلوری چې د شته نظم ړنګېدل د سوداګرۍ لپاره مناسب بستر ګڼي.
دا لیدلوری د اپستین له هغو پخوانیو پیغامونو سره همغږی دی چې هغه په ۲۰۱۴ کال کې خپل سوداګریز شریک ایهود باراک ته لېږلي وو؛ هلته یې د اوکراین، سوریې، سومالیا او لیبیا بېثباتۍ «ایډیال شرایط» بللي دي. اسناد همدارنګه اپستین د مخکښانو په شبکه کې د یوه «نښلوونکي» په توګه معرفي کوي، چې هڅه یې کوله پیټر تیل او ایهود باراک سره په اړیکه کې کړي، څو استبدادي حکومتونو ته د نوې څارګرې ټکنالوژۍ د پلور زمینه برابره کړي؛ داسې پروژه چې پکې د نړیوال نظم کمزوري کېدل یو امتیاز بلل کېده. د څارونکو په وینا، د اپستین د فعالیتونو دا بُعد د « له بحرانه د ګټې اخیستنې» د منطق روښانه بېلګه ده او د نایومي کلاین په آثارو کې د مطرح شوي «شاک دکترین» او فاجعهمحور پانګهوالۍ له تحلیلي چوکاټونو سره سمون لري.
