د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، پر خپله ایکسپاڼه یوه پیغام کې، د یوه امریکایي پوځي له لوري خپرې شوې نقشې ته په اشارې، چې پکې د مذهبي او ژبنیو کرښو پر بنسټ د نړۍ د بیا وېش خبره شوې، د دا ډول لیدلورو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
نوموړي هغو طرحو ته په اشارې سره چې پکې د کردستان، عربي هېوادونو او پاکستان د تجزیې یا بیا وېش یادونه شوې، ټینګار کړی چې پر بهرنیو لاسوهنو تکیه کول یوازې د شخړو د لا زیاتېدو لامل ګرځي.
اڅکزي د بحرانونو حللاه کورنی ډیالوګ، په کور دننه د ستونزو حل، د عدالت ټینګښت او د پارلماني بنسټونو پیاوړتیا بللي دي.
