د ایران جګړه به د واشنګټن لپاره د افغانستان او عراق له جګړو هم سختې پایلې ولري

د سیاسي چارو امریکایي شنونکی جان میرشمیر وایي، د ایران پر وړاندې د امریکا جګړه، د واشنګټن لپاره د افغانستان او عراق له جګړو هم سختې او بوږنوونکې پایلې لرلی شي او په خبره یې، امریکا په داسې جګړه کې ښکېله شوې، چې ګټل یې ورته خورا ستونزمن دي.

هغه په یوې مرکه کې زیاته کړې، چې په دې جګړه کې ایرانیان کابو ټول کارتونه په لاس کې لري. د هغه په باور، ایران کولی شي نړیوال اقتصاد سخت زیانمن کړي.

میر شمیر زیاته کړې: «موږ په ډېر بد حالت کې یو. موږ لکه ټایټانیک یو. او زما په اند ولسمشر ټرمپ په اصل کې دا درک کوي، او زما په اند د هغه سلاکاران هم دا درک کوي، او هغوی هڅه کوي بېړۍ داسې واړوي چې له یخ‌غره (آیسبرګ) سره ونه لګېږي.»

مطالب بیشتر:  د پاکستان له بندخونو تر سلو زیات افغان بندیان آزاد او هېواد ته راستانه شول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *