د اپستین دوسیه؛ له جنسي رسوایۍ د لوېدیځ تر اخلاقي ماتې

عبدالکریم خرم: د پخواني حکومت پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس

د درې میلیونه تازه اسنادو په خپرېدو سره، د «جفري اپستین» د قضیې وېروونکې څېرې لا پسې روښانه شوې. ویل کېږي چې درې میلیونه نور اسناد هم د خپرېدو په حال کې دي. دغو اسنادو هغه اخلاقي ماتې چې د غزې جګړې لوېدیځ ته ور واړوله، اوس په بشپړه اخلاقي افلاس او ماتې بدله کړې ده.

له دې وروسته به لوېدیځ‌وال حکومتونه او مشران یې ونه‌شي کولای چې د نړۍ خلکو ته د اخلاقو، ډموکراسۍ، عدالت او بشري حقونو زده‌کړې ورکړي. البته زما له نظره، د لوېدیځو هېوادونو عام ولس له دغو وېروونکو مخکښانو جلا دی، ځکه موږ ولیدل چې د لوېدیځو هېوادونو عامو خلکو د مسلمانانو په پرتله هم د غزې د مظلوم ولس غږ پورته کړ او د اسراییلو ظلمونه یې وغندل.

هغه څه چې د «اپستین» قضیې بربنډ کړل، د لوېدیځو سیاسي مخکښو څېرو، پانګه‌والو او امتیاز لرونکو د پردې تر شا د ژوند ټکان‌ورکوونکي واقعیتونه وو؛ داسې کسان چې نه یې پر ماشومانو له تېري ډډه کړې، نه له وژنې او نه د جګړو د لمبو له بلولو. ویل کېږي چې «جفري اپستین» د اسراییلو د استخباراتو عامل و، چې د بېلابېلو هېوادونو چارواکي، سیاستوال او با نفوذه کسان یې د فساد په جال کې راګیرول، د هغوی انځورونه او اسناد یې راټولول او بیا یې د «بلک مېل» یا باج اخیستنې له لارې د خپلو ځانګړو موخو لپاره ترې کار اخیست.

خو زما په اند تر دې هم مهمه دا ده چې اپستین خپله خطرناکه جنایي شبکه پر یوې مفکورې ولاړه کړې وه. کومه مفکوره؟ دا مفکوره چې یو شمېر انسانان له نورو غوره دي. هغوی ځانونه غوره مخلوقات ګڼي، پیسې لري، قدرت لري او زور لري، نو ځکه ځان ته دا حق ورکوي چې نور خلک، چې دوی یې ټیټ ګڼي، د وسیلو په څېر وکاروي او که اړتیا وي له منځه یې یوسي.

مطالب بیشتر:  د سریلانکا الف لوبډلې د اکسپلور افغانستان درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې ایرلنډ الف لوبډلې ته د ۵ ویکټو په ماتې ورکولو سره، د دې سیالیو اتلولي خپله کړه

هغه څه چې اسراییلي چارواکو د غزې د خلکو په اړه ویل او هغوی یې څاروي بلل، او هغه څه چې ولسمشر ټرمپ یې هر ځل د خپل مشروع حق په توګه مطرح کوي او پر بنسټ یې یو ځای بمباروي او پر بل ځای تېری کوي، هماغه فکر دی چې د نیچه او داروین له افکارو اخیستل کېدای شي.

باید هېره نه کړو، چې د ځینو میلیاردرانو په کړیو کې، چې د نوې ټکنالوژۍ خاوندان او طراحان دي، هم دا فکر شته. هغوی چې فوق‌العاده مالي قدرت لري، د نویو ایډیولوژیو او نظریو په جوړولو بوخت دي چې بنسټ یې د یو شمېر انسانانو پر برترۍ ولاړ دی. د دې ډلې تر ټولو ښه بېلګه پیټر تیل دی، چې د دې تفکر نظریه‌ورکوونکی او د ایلان ماسک استاد بلل کېږي؛ هغه وايي چې دولتونه باید د یوې کمپنۍ په څېر اداره شي.

دا افکار یو وخت د «غوره نژاد» تر نوم لاندې د نړیوالې جګړې اور بل کړی و. زما په اند، د غزې جګړه او د «اپستین» د فسادونو بربنډېدل کولای شي د یوه نوي نړیوال فکر د پیل ټکی وګرځي؛ داسې فکر چې پر نوي «هیومنیزم» ولاړ وي او نړیوال اغېز ولري، دا اصل ټینګ کړي چې هېڅ انسان په ذاتي توګه له بل انسان غوره او متفاوت نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *