د اسراییلي رژیم د پوځ لوی درستیز ایال زامیر منلې، چې د ځواکونو د کمښت له امله، پوځ د پاشل کېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
ګلوبل انسایټ ژورنال د هغه په حواله راپور ورکړی، چې د اسراییلو پوځ د بشري ځواک د سخت کمښت له امله د «داخلي ړنګېدو» له خطر سره مخامخ دي.
په راپور کې راغلي، چې هغه د امنیتي کابینې په غونډه کې ویلي چې که د سرتېرو د جذب، د خدمت د مودې د غځولو او د احتیاطي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره نوي قوانین تصویب نه شي، پوځ به ډېر ژر وپاشل شي او په څو جبهاتو کې به د جګړې توان له لاسه ورکړي.