د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې د ډینس کویل په خوشي کېدو کې یې د آسانچاري رول ولوباوه، د هغه خوشي کېدل او له خپلې کورنۍ سره یې د یو ځای کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
خلیلزاد پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د اسلامي امارت له خوا د هغه خوشې کول یو مثبت ګام دی او په خبره یې، هیله شده چې پاتې قضیې هم ژر تر ژره حل شي.