بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار او احتجاج‌لیک یې ورته وسپاره

بهرنیو چارو وزارت پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان بریدونو په غبرګون کې، کابل کې د پاکستان سفیر احضار او د افغانستان احتجاج‌لیک یې ورته سپارلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس وایي، چې اسلامي امارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل یې گڼي.

ضیا احمد تکل زیاتوي، چې پاکستاني لوري ته یې په ډاګه کړې چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت شرعي مسئولیت دی او د دغه ډول بریدونو د بدو عواقبو مسئولیت د مقابل لوري پر غاړه دی.

مطالب بیشتر:  د فراه بخش‌آباد بند د انحرافي تونلونو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *