اکسیوس: واشنګټن د مذاکراتو د ځای او بڼې له بدلون سره مخالفت کړی

اکسیوس وېب‌پاڼې د دوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ د ایران هغه غوښتنه رد کړې، چې له مخې یې د جمعې ورځې لپاره د پلان شویو مذاکراتو د «ځای او بڼې» د بدلون غوښتنه کړې وه.

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي دې وېب‌پاڼې ته ویلي: «موږ هغوی ته وویل، یا همدا شرایط یا هېڅ، او هغوی وویل: سمه ده.» د دغه چارواکي په وینا، که ایراني پلاوی له وړاندې ټاکل شوي چوکاټ ته د بېرته ستنېدو لېوالتیا ولري، نو امریکا چمتو ده، روانه یا راتلونکې اونۍ ایراني پلاوي سره ناسته وکړي.

د سرچینې په وینا، ډېر احتمال شته چې دا اونۍ مذاکرات بیخي ترسره نه شي.

مطالب بیشتر:  د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې شاوخوا ۸۰ زره جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټو لپاره ځانګړې شوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *