د ټرمپ ضد اینفلونسر برایان کراسنشټاین، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:
«سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کویټ او عراق د خپلو نفتو تولید هره ورځ ۶.۷ میلیونه بېرلو ته راکم کړی دی.
دا اندازه د دغو هېوادونو د نفت تولید شاوخوا ۳۳ سلنه او د نړۍ د ټول نفت تولید نږدې ۶ سلنه جوړوي.
په همدې حال، ایران اعلان کړی چې د اوږدمهاله جګړې لپاره چمتو دی. دا وضعیت د ډونالډ ټرمپ د پرېکړو پایله ده، نه د جو بایډن یا کامالا هریس.»